میترونیدازول
تجارتي نوم:
پارسازول (Parsazol)
جنیریک نوم:
میترونیدازول (Metronidazole)
د دوا بڼه:
عقیم (استریل) او ایزوتونیک محلول د وریدي زرق (IV Injection) لپاره، چې له بکتریایي اندوټوکسینونو پاک دی.
pH: ۴.۵ – ۶.۰
د دوا طبقه بندي:
انټيبکتریال او انټيپروتوزوال (Antibacterial & Antiprotozoal)
د استعمال موارد (د استعمال ځایونه):
- د مخنیوي لپاره: د جراحي وروسته التهابات، په ځانګړي ډول د بطني او ښځینه جراحي وروسته.
- د درملنې لپاره: د هغو شدیدو بطني او ښځینه عفونتونو لپاره چې د حساسو غیر هوايي باکتریاو لهخوا رامنځته شوي وي.
- دوا باید په لنډ وخت کې له وریدی بڼې څخه فمي (خوراکي) بڼې ته بدله شي.
دوز او طریقه استعمال:
دوز، سرعت او د تداوي موده باید د ناروغ د عمر، وزن، کلینیکي حالت او د درملنې ځواب له مخې تنظیم شي.
- لویان او د ۱۲ کلونو نه پورته ماشومان: ۵۰۰ مليګرام هر ۸ ساعت وروسته.
- د ۱۲ کلونو نه کم ماشومان: ۱.۵ مليلیتر (۷.۵ مليګرام د هر کیلوګرام وزن په مقابل کې).
- زړه اشخاص (سالمندان): په احتیاط سره وکارول شي، په ځانګړي ډول د جګر یا پښتورګو اختلال په صورت کې.
په حمل او شیدو ورکولو کې:
- د حمل کتګوري B2: میترونیدازول د پلاسنتا له لارې انتقالیږي، نو باید په احتیاط سره استعمال شي، په ځانګړي ډول په د حمل لومړۍ درې میاشتې کې.
- په دویمه او درېیمه درې میاشتې کې یوازې هغه وخت استعمال شي چې ډاکتر د ګټې او خطرونو ارزونه کړې وي.
موارد منع (کله چې استعمال نهشي کېدی):
- د دوا پر ترکیب حساسیت (الرژي)
- د حمل لومړۍ درې میاشتې
احتیاطونه:
- میترونیدازول ممکن د عصبي اختلالاتو لکه تشنج یا نیوروپاتي سبب شي.
- د جګر یا پښتورګو ناروغانو لپاره باید دوز تنظیم او د پلازما سطحه وڅارل شي.
- باید د الکول له استعمال څخه د تداوي څخه ۷۲ ساعته مخکې او وروسته ځان وساتل شي.
دوايي تعاملات (Interactions):
- د لاندې دواګانو سره یوځای استعمال باید ونهشي:
وارفارین، ډایسلفیرام، لیتیوم، فینوباربیتال، فینیټوین، سایکلوسپورین او نور درمل چې د تعامل احتمال لري. - د هغو درملو سره چې وینه نری کوي، عضلات شلوي یا د تشنج ضد دي، باید په احتیاط او څارنې سره استعمال شي.
جانبي عوارض:
- عام (شایع): زړه بدوالی، کانګې، سردرد، فلزي خوند په خوله کې، سرګرځي.
- نادر خو جدي: الرژیک عکسالعملونه، عصبي عوارض (تشنج)، پانکریټایټ، حساسیتونه.
د ساتنې طریقه:
- په ۳۰ درجې سانتيګراد یا تر دې ټیټه تودوخه کې وساتئ.
- له یخېدو (فریز کېدو) څخه یې وساتئ.
- دوا له ماشومانو لرې وساتئ.
د عرضه کولو شرایط:
یوازې د ډاکتر په نسخه ترلاسه کېږي.
د فابریکې پته:
هرات – صنعتي پارکونه – فاز ۳ – سوسن ۵