تجارتي نوم: —
جنیریک نوم: مانیتول ۱۷.۵٪ + سوربیتول ۲.۵٪ د زرق محلول
دوايي بڼه:
د ورید له لارې د زرق لپاره محلول چې ۱۷.۵٪ مانیتول او ۲.۵٪ سوربیتول لري.
بسته بندي:
د PVC څخه جوړه خریطه چې د زرق لپاره نل (Injection port) او د انفیوژن لپاره نل (Infusion port) لري، او له هر ډول انټي باکتریایي موادو څخه پاکه ده.
د PVC خریطې د B. Braun EXCEL یا Hospira د معیارونو مطابق دي، د دوه پورټ ډیزاین لري، د ستنې ضد، سپکه او د بیړنیو حالاتو لپاره وړ وړ دي.
له DEHP او لاتکس څخه پاک دي تر څو زهرجن تاثیرات کم کړي.
درملنیز طبقه بندي:
اوسموټیک ډایوریتیک (ادرار زیاتونکی) او اوسموټیک ملین (د قبضې لپاره).
د استعمال موارد:
دوز او طریقه:
دوز باید د متخصص ډاکټر له خوا د ناروغ د حالت مطابق وټاکل شي.
منع موارد:
انوریا (ادرار نه جوړېدل)، د سږو ورم، د مغز داخلي وینه، شدید ډیهایډریشن، د مانیتول یا سوربیتول حساسیت.
احتیاطات:
په هغو ناروغانو کې چې د پښتورګو، ځیګر یا زړه ناکافي ولري، یا د سږو ورم یا د دماغ دننه لوړ فشار ولري، باید په ډېر احتیاط سره وکارول شي.
دوايي تداخلات:
جانبي عوارض:
الکترولیتي ګډوډي (هایپوناتریمیا، هایپوکلایمیا)، کانګې، سر درد، د وینې د فشار لوړوالی یا ټیټوالی.
د شیدو ورکولو پر مهال:
د مانیتول د ټیټې مالیکولي وزن له امله ممکن شیدو ته انتقال شي. د شیدو ورکولو پر مهال باید یوازې د ډاکټر په مشوره استعمال شي.
اخطارونه:
د وینې حجم، اوسمولاریت، فشار او الکترولیتونه باید په دقت سره وڅارل شي.
په د زړه او پښتورګو ناروغانو کې باید په ډېر احتیاط سره استعمال شي.
که محلول کریسټال شي، باید په ۷۰ درجې سانتي ګراد کې ګرم او بیا یخ شي، او وروسته وکتل شي.
وروسته له پرانیستل کېدو، سمدستي استعمال شي او پاتې محلول باید ضایع شي.
د ساتلو شرایط:
په ۱۵–۳۰°C کې وساتئ، له یخ وهلو څخه وساتئ (یخ وهل د کریسټال جوړېدو خطر زیاتوي)، له مستقیم لمر څخه وساتئ.
له هغو محلولونو څخه ډډه وکړئ چې کدر یا کریسټالي وي.
د زرق پر مهال باید د فیلتر لرونکی سیروم ست استعمال شي.
د عرضه کولو شرایط:
یوازې د ډاکټر په نسخه.
د تولید فابریکه:
د پارساوا د زرق محلولونو تولیدي فابریکه
صنعتي ښار، فاز ۳، سوسن ۵، هرات – افغانستان.