Loading...

د سیروم نارمل سالین ۰.۹٪ محلول

د سیروم نارمل سالین ۰.۹٪ محلول

تجارتي نوم:
جنیریک نوم: سیروم نارمل سالین ۰.۹٪

دوايي بڼه او بسته بندي:
په هر ۱۰۰ ملی لیتر کې یو ایزوټونیک مالګي محلول شامل دی چې د وریدي زرق (IV infusion) لپاره کارول کېږي،
په PVC خریطو کې د ۲۵۰ ملی لیتر، ۵۰۰ ملی لیتر، او ۱۰۰۰ ملی لیتر په اندازو کې بسته بندي شوی.

درملنیز طبقه بندي:
ایزوټونیک (هم‌غلظتي) سیروم نارمل سالین.

د استعمال موارد:
سیروم نارمل سالین ۰.۹٪ د لاندې مواردو لپاره کارول کېږي:

  • د بدن د اوبو کمښت (Dehydration) جبران،
  • د وینې حجم ساتنه یا بېرته راوستل،
  • د زرق لپاره د دواګانو رقیق کول،
  • د زخمونو یا طبي وسایلو مینځل.

دوز او طریقه:
دوز او سرعت د ناروغ د حالت له مخې د معالج ډاکټر لخوا ټاکل کېږي.

منع موارد:
لوړ فشار (هایپرټنشن)، د پښتورګو ناکافي، د زړه ناکافي.

احتیاطات:
په هغو ناروغانو کې چې لوړ فشار، د بدن د الکترولیت ګډوډي، یا د پښتورګو ستونزه لري، باید په احتیاط سره استعمال شي.

دوايي تداخلات:

  • آمپیسیلین، آمفوتریسین او آلبومین د نارمل سالین سره رسوب جوړوي.
  • فروزماید د لوړې غلظت په حالت کې رسوب جوړولی شي.
  • فینیټوین (Phenytoin) له نارمل سالین سره سخت ناسازګار دی او رسوب جوړوي.
  • سیپروفلوکساسین هم د نارمل سالین سره رسوب جوړوي.

جانبي عوارض:
د مایعاتو ساتل، د الکترولیتونو ګډوډي، او نادر حساسیتي غبرګونونه.

د ساتلو شرایط:
په ۳۰ درجو سانتي ګراد څخه په ټیټه تودوخه کې وساتئ او له یخ وهلو څخه یې خوندي کړئ.

د عرضه کولو شرایط:
یوازې د ډاکټر په نسخه.

پته:
صنعتي ښار، فاز ۳، سوسن ۵،
هرات – افغانستان
د پارساوا د زرق محلولونو تولیدي فابریکه