Loading...

ایبوپروفن ۳۰۰ م.ګ + پاراستامول ۱۰۰۰ م.ګ د زرق لپاره

ایبوپروفن ۳۰۰ م.ګ + پاراستامول ۱۰۰۰ م.ګ د زرق لپاره

تجارتي نوم:
عمومي نوم: ایبوپروفن + پاراستامول

 

د درمل بڼه او بسته بندي

دا دوا د وریدي تزریق محلول په بڼه ده.
هر ویال / امپول (۱۰۰ م.ل) کې شامل دي:

  • ایبوپروفن سوډیم چې د ۳۰۰ میلی‌ګرام ایبوپروفن سره معادل دی
  • پاراستامول (استامینوفن) ۱۰۰۰ میلی‌ګرام

د درمل طبقه بندي:
ضد التهاب غیر استروئیدی (NSAID) + غیر مخدر ضد درد دوا

 

د استعمال موارد

  • د متوسط څخه تر شدید حاد درد لپاره، په ځانګړې توګه د عملیاتو وروسته
  • د عضلاتو او هډوکو حاد درد
  • شدید سر درد یا میګرن
  • د لوړې تودوخې (تب) کنټرول په هغو ناروغانو کې چې د خولې له لارې د دوا اخیستل ممکن نه وي

 

د استعمال طریقه او مقدار

دوز د لويانو لپاره:
یو ویال (۳۰۰ م.ګ ایبوپروفن + ۱۰۰۰ م.ګ پاراستامول) هر ۶تر ۸ ساعتو کې د اړتیا پر بنسټ.

اعظمي ورځنی دوز:

  • ایبوپروفن: تر ۲۴۰۰ م.ګ پورې
  • پاراستامول: تر ۴۰۰۰ م.ګ پورې

د تطبیق طریقه:
وریدي تزریق (IV) په ۱۵ تر ۳۰ دقیقو کې ورو ترسره شي.
دا دوا باید یوازې په روغتون کې د روزل شویو روغتیايي کارکوونکو لخوا تطبیق شي.

 

د استعمال مخنیوي موارد

  • حساسیت د دوا په هره برخه باندې
  • شدید کبدی نارسایي یا فعاله د ځیګر ناروغي (د پاراستامول اړوند)
  • د NSAID کارونې له امله د معدې یا کولمو د وینې بهېدو سابقه
  • شدید کلیوي نارسایي
  • هممهاله استعمال له هغو درملو سره چې پاراستامول یا نور NSAID لري

 

احتیاطونه

  • په هغو ناروغانو کې چې د جګر یا پښتورګو ناروغي لري، د  ټیټ دوز او دوامداره  څارنې لاندې استعمال شي
  • د ایبوپروفن له امله د معدې د وینې بهېدو خطر شته
  • اوږدمهاله او لوړ دوز استعمال کولی شي د جګر یا پښتورګو نارسایي رامنځته کړي
  • د زړو خلکو لپاره په احتیاط سره وکارول شي

 

د درمل تداخلات

  • الکول: د پاراستامول د زهرجنتیا خطر زیاتوي
  • وارفارین: د وینې د رقیقېدو اثر زیاتوي
  • لیتیم: د لیتیم سطحه په وینه کې لوړوي (د ایبوپروفن له امله)
  • متوترکسات: د متوترکسات زهرجنتیا زیاتوي
  • د فشار کموونکي درمل: NSAID ممکن د هغوی اغېز کم کړي

 

جانبي عوارض

شایع عوارض:

  • استفراق، زړه بدوالی
  • سر ګرځېدل، خوبولي‌توب
  • د هضم ګډوډي
  • د جګر انزایمونو زیاتوالی
  • د زرق په ځای کې درد

 

نادر خو جدي عوارض:

  • حاد جګر زیان (د پاراستامول له امله)
  • د معدې یا کولمو وینې بهېدنه (د ایبوپروفن له امله)
  • شدید الرژیک عکس‌العملونه (انفیلاکسی)
  • پښتورګو نارسایي
  • د وینې فشار لوړوالی

 

د ساتلو شرایط

  • په حرارت کې ۱۵ – ۳۰ درجې سانتي‌ګراد وساتئ
  • له مستقیم رڼا څخه خوندي وساتئ
  • د یخېدو څخه مخنیوی وکړئ
  • له ماشومانو لرې وساتئ

 

د عرضه شرایط

یوازې د ډاکتر په نسخه ورکول کېږي

د فابریکې معلومات:
فابریکه: د پارساوا د زرقی محلولونو تولیدي فابریکه
پته: افغانستان، هرات، ښارک صنعتي، فاز ۳، سوسن ۵