Loading...

پرستامول

د پارسافین (پرستامول) د زرقېدونکي محلول معلوماتي بروشور

تجارتي نوم:

پارسافین (Parsafin)

جنیریک نوم:

پرستامول (Paracetamol)

د دوا بڼه او بسته‌بندي:

د پرستامول د وریدی زرق محلول (IV Solution) یو شفاف، استریل او معقم محلول دی چې په هر ۱۰۰ میلی‌لیتر کې ۱۰۰۰ میلی‌ګرام پرستامول لري.
دغه دوا د ضد درد او ضد تب له ډلې (Analgesic & Antipyretic) څخه ده او د منځني دردونو او لنډمهاله تبو د درملنې لپاره کارېږي.

د دوا طبقه بندي:
انټي‌پایرتیک او انالجیزیک (د تب ضد او د درد ضد دوا)

د استعمال موارد (د استعمال ځایونه):

  • د خفیف تر متوسط دردونو کنټرول او د تب کمول، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د خولې له لارې د استعمال امکان نه وي.
  • مناسب د عملیاتو وروسته دردونو، سردرد، د عضلاتو او هډوکو دردونو او تب‌دار حالتونو لپاره.

دوز او طریقه استعمال:

  • دوا باید یوازې د وریدی (IV) له لارې تطبیق شي.
  • تزریق باید د ۱۵ دقیقو په موده کې ترسره شي.

دوز:

  • لویان او ماشومان د ۳۳ کیلوګرام څخه پورته وزن لرونکي:
    ۱۰۰ میلی‌لیتر (۱۰۰۰ میلی‌ګرام) په هر دوز کې.
  • ماشومان د ۳۳ کیلوګرام یا کم وزن لرونکي:
    دوز د ۱۵ میلی‌ګرام د هر کیلوګرام د بدن وزن په مقابل کې (شاوخوا ۱.۵ میلی‌لیتر د هر کیلوګرام لپاره).

اعظمي ورځنی دوز:

  • لویان پرته له د جګر د زهریت خطر: تر ۴ ګرامه په ورځ.
  • لویان د جګر د زهریت د خطر سره: تر ۳ ګرامه په ورځ.
  • ماشومان: تر ۶۰ میلی‌ګرام د هر کیلوګرام وزن په ورځ، اعظمي تر ۲–۳ ګرامه پورې (د وزن له مخې).

د دوزونو ترمنځ فاصله:

  • لږ تر لږه ۴ ساعته، او په د پښتورګو د سختې کم‌کارۍ کې ۶ ساعته.

موارد منع (کله چې استعمال نه‌شي کېدی):

  • حساسیت د پرستامول یا د هغه د ترکیبي موادو په وړاندې.
  • شدید د جګر ناکافي‌توب یا فعاله د جګر ناروغي.

احتیاطونه:

  • د جګر د ناکافي‌توب په حالت کې باید پرستامول په احتیاط سره وکارول شي.
  • د پښتورګو د ناکافي‌توب په ناروغانو کې (د کراتینین کلیرانس ≤ ۳۰ ml/min) باید دوزونو ترمنځ فاصله ۶ ساعته وي.
  • مزمن الکولیزم او سو تغذیه: دا حالتونه د جګر د ګلوټاتیون زېرمې کموي.
  • حمل: پرستامول یوازې هغه وخت وکارول شي چې د ګټې او خطرونو دقیق ارزونه شوې وي.
  • شیدې ورکول: پرستامول لږ په شیدو کې خارجېږي او د ماشوم لپاره کوم زیان نه‌دی ثبت شوی.

دوايي تعاملات (Interactions):

  • پروبنسید: د پرستامول کلیرانس کموي، نو ممکن دوز کمولو ته اړتیا وي.
  • سالیسیل امایډ: د پرستامول نیمه‌عمر زیاتوي.
  • انزایم القا کوونکي مواد: د ګډ استعمال پر وخت احتیاط وشي.
  • فمي ضدانعقادي درمل: د لوړ دوز (۴ ګرامه په ورځ د لږ تر لږه ۴ ورځو لپاره) سره ګډ استعمال ممکن د INR لږ بدلونونه رامنځته کړي؛ نو د INR څارنه سپارښتنه کېږي.

جانبي عوارض:

عام (شایع) عوارض:

  • د ناراحتۍ احساس، الرژیک عکس‌العملونه (لکه راش، خارښت، دانه)، زړه بدوالی، کانګې، د زرق ځای عکس‌العمل (درد، سوروالی).

نادر خو جدي عوارض:

  • د جګر زهریت (Hepatotoxicity)
  • تړومبوسایتوپینیا (د وینې د تختو کمښت)
  • اګرانولوسایتوز (د سپینو کرویاتو خطرناک کمښت)

د ساتنې شرایط:

  • په حرارت کې د ۳۰ درجې سانتي‌ګراد څخه ټیټه وساتئ.
  • له لمر او یخېدو (فریز کېدو) څخه یې وساتئ.
  • دوا له ماشومانو لرې وساتئ.

د عرضه کولو شرایط:

  • یواځې د ډاکتر په نسخه ورکول کېږي.

د تولیدي معلومات:

  • د فابریکې نوم: د پارساوا د زرقېدونکو محلولونو تولیدي فابریکه
  • پته: افغانستان، هرات، صنعتي ښار، فاز ۳، سوسن ۵