تجارتي نوم: پارسا HS 3%
جینریک نوم: سوډیم کلوراید ۳٪
توضیحات:
د سوډیم کلوراید ۳٪ محلول یو هایپرتونیک سیروم دی چې د بدن د مایعاتو په پرتله د سوډیم کلوراید لوړ غلظت لري، یعنې د عادي سالین (0.9٪) په پرتله مالګه پکې زیاته ده.
دوايي بڼه او بسته بندي:
شفاف او بې رنګه محلول د ۱۰۰ ملي لیتره بوتلونو کې د ورید له لارې د زرق لپاره.
دوايي طبقه بندي:
هایپرتونیک سیروم (Hypertonic Solution).
د استعمال موارد:
د شدید هایپوناتریمیا د درملنې لپاره کارول کېږي، کله چې عصبي نښې نښانې لکه تشنج، د عضلو سختوالی، او د هوښي کمښت شتون ولري.
همدارنګه د دماغي فشار (ICP) د کمولو لپاره د مغزي ضربې په حالتونو کې کارول کېږي ترڅو د دماغ پړسوب او دننه فشار کم کړي.
دوز او د استعمال طریقه:
دوز د هایپوناتریمیا د شدّت او عصبي نښو سره تړاو لري.
د استعمال منع موارد:
احتیاطات:
باید هیڅکله په خپله خوښه او بې له داکتر نه استعمال نه شي.
دوايي تعاملات:
ممکنه عوارض:
د ساتنې طریقه:
د ۳۰ درجو سانتيګراد نه ټیټه تودوخه کې وساتئ، له یخېدو او لمر څخه یې وساتئ.
د عرضه کولو شرط:
یوازې د داکتر په نسخه سره ورکول کېږي.
د فابریکې نوم او پته:
د پارساوا د زرق محلولونو تولیدي فابریکه،
صنعتي ښارګوټی، درېیم فاز، سوسن ۵، هرات، افغانستان.