Loading...

مانیتول ۲۰٪ محلول د رګ له لارې د تطبیق لپاره (۲۰ ګرامه / ۱۰۰ ملی لیتر)

مانیتول ۲۰٪ محلول د رګ له لارې د تطبیق لپاره (۲۰ ګرامه / ۱۰۰ ملی لیتر)
د محصول نوم: مانیتول ۲۰٪ محلول زرقی
شکل او بسته بندي:
دا یو شفاف، بې رنګه، استریل، بې پایروجن او هایپرتونیک محلول دی (۱۱۹۹ mOsmol/L).
په PVC انفیوژن کڅوړه کې وړاندې کېږي چې د تزریق بندر او د انفیوژن بندر لري، او هېڅ ډول انتي بکتریال محافظت نه لري.

د درملو طبقه بندي: اسموټیک ډایوریټیک (اوسموټي متیاز راوستونکی)

د استعمال موارد:

  • د دماغ د ورم له امله د داخل جمجګې لوړ فشار (ICP) د کمولو لپاره
  • د اکیوټګلوکوم (د سترګو لوړ فشار) کمولو لپاره
  • د حادې پښتورګي ناکامۍ (Acute Kidney Failure) په حالت کې د دیورېز هڅونه
  • په زهرجنو حالاتو کې د توکسینونو د ایستلو لپاره مرسته
  • د ډیالیز نه مخکې د پښتورګو ناکامۍ د خطر کمول

دوز او طریقه استعمال:

یوازې په ورو رګونو تزریق یا دوامداره انفیوژن سره استعمال شي.
د انفیوژن ست او ورید پمپ کارول سپارښتنه کېږي.

د ناروغ څارنه:

د الکترولیتونو، مایعاتو، فشار وینې او د پښتورګو فعالیت څارنه باید په دوامداره توګه وشي.
له استعمال مخکې د ناروغ پښتورګي، زړه او سږي باید وکتل شي.
که په محلول کې کریستالونه جوړ شي، محلول په آرام ډول تودوخه ورکړئ او وخوځوئ تر څو بشپړ حل شي.
له پرانیستو وروسته باید ژر استعمال شي او پاتې محلول باید نه کارول کېږي.

استعمال                    سپارښتل شوی دوز

د ICP کمول               0.25 – 1 ګرام / کیلوګرام د ۳۰–۶۰ دقیقو په موده کې

د سترګو فشار کمول   1.5 – 2 ګرام / کیلوګرام د سترګو له عملیاتو مخکې

دیورېز                       د ناروغ د حالت له مخې، 0.5 – 2 ګرام / کیلوګرام

د استعمال منع موارد:

  • د زړه احتقاني ناکامي
  • د سږو ورم
  • د پښتورګو شدید نکروز سره بې ادراري (anuria)
  • شدید ډیهایډریشن
  • جمجمه دننه وینه بهېدنه

اخطارونه:

  • په هغو ناروغانو کې چېزړه یا پښتورګي یې زیانمن وي، په احتیاط سره استعمال شي.
  • که دوا له ورید څخه بهر شي، پړسوب او التهاب رامنځته کولی شي.

احتیاطات:

په لاندې حالاتو کې زیات احتیاط ته اړتیا ده:
د پښتورګو، ځیګر او زړه نیمګړتیا، د الکترولیت ګډوډي، او لوړ داخل جمجګې فشار.

د تداخل امکان:

  • د دیګوکسین سره یوځای استعمال د دیګوکسین زهرجن اغېز زیاتوي.
  • له امینوګلایکوزیدونو، نورو ډایوریټیکونو او قلبي ګلایکوزیدونو سره یوځای مه کاروئ.

جانبي عوارض:

  • لړزه، زړه بدوالی، د رګ التهاب
  • د اوبو او الکترولیتونو ګډوډي
  • چټک تطبیق د مایعاتو زیاتوالی، هایپوناتریمیا، هایپرکالمیا، اسیدوس، تاکی کاردیا او ادرار بندښت رامنځته کولی شي.

په امیندوارۍ کې:

د امیندوارۍ C کټه ګورۍ کې راځي.
یوازې د متخصص ډاکټر له مشورې او د ګټې او زیان له ارزونې وروسته وکارول شي.

په شیدو ورکولو کې:

ممکن مانیتول د مور شیدو ته لاړ شي؛ له همدې امله د ډاکټر له مشورې پرته مه کاروئ.

د ساتنې شرایط:

په ۱۵–۳۰°Cحرارت کې وساتئ.
له یخېدو او لمر څخه یې وساتئ.
د کدر یا کریستال لرونکو محلولونو له استعماله ډډه وکړئ.

د عرضه کولو حالت:

یوازې د ډاکټر په نسخه وړاندې کېږي.

یادونه:

د فلټر لرونکی انفیوژن ست وکاروئ.

د تولید فابریکه:
د پارساوا د محلولونو تولیدي فابریکه
صنعتي ښار، درېیم فاز، سوسن ۵، هرات، افغانستان.